ایکنانیوز د mediaoffice.ae په حواله راپور راکړ، د دبۍ د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو تنظیموونکې کمېټې د نوو بدلونونو په معرفي کولو سره د دغو نړیوال قرآني سیالیو د اتویشتم پړاؤ لپاره د ګډون غوښتنه خپره کړه.
په راپور کې ويل شوي دي ،سږکال دغه قرآني سیالۍ د موږ په نړۍ کې د قرآن کریم تر ټولو ښکلي غږ په لټه کې یو؛ په شعار سره او په درو اصلي برخو کې ترسره کیږي: یعني د نارینهو لپاره د ټول قرآن کریم د حفظ، د ښځو لپاره د ټول قرآن کریم د حفظ، او د کال غوره اسلامي شخصیت (وګړی یا اداره) جایزې په شکل کې.
د راپور له مخې، د سیالیو جایزې ۱۲ میلیونو درهمو ته لوړې شوې دي، چې د نارینهو او ښځو د برخو لومړي مقام ګټونکي به یو میلیون ډالر او د کال غوره اسلامي شخصیت ته به هم یو میلیون ډالر ورکړل شي.
د دغه پړاؤ یو مهم بدلون دا دی چې نور د هیوادونو له خوا رسمي معرفي کولو ته اړتیا نشته، او اوس ګډونوال کولی شي په مستقیم ډول نوم لیکنه وکړي.
د سیالۍ شرایط دا دي چې ګډونکونکي باید د نوم لیکنې پر مهال له ۱۶ کلونو کم عمره وي ، د ټول قرآن کریم حافظ وي، او د قرائت او تجوید په احکامو پوه وي. همدارنګه، د تېرو دورو وروستي پړاو ګډونوال یا لومړي مقام ګټونکي بیا ګډون نه شي کولی.
د دبۍ د قرآن کریم د دغو نړیوالو سیالیو په اته ویشتم پړاؤ کې درې برخې دي، د ویبپاڼې له لارې ویډیوئي ارزونه، له لیرې واټن څخه ازموینه، او په دبئ کې وروستی (حضوري) پړاو، چې وروستی پړاو به د راتلونکي رمضان المبارک د میاشتې په دویمه اوونۍ کې ترسره شي.
په دغو سیالیو کې د ګډون لپاهر نوم لیکنه د غبرګولي د میاشتې له ۳۱ پیل شوې او د چنګاښ د میاشتې تر ۲۹ پورې دوام لري.د لومړي پړاو ارزونه د چنګاښ د میاشتې له ۱۰ تر ۲۹ او د دویم پړاو ازموینه د وږي د میاشتې له ۱۰ تر ۲۸ نیټې پورې ترسره کیږي.
د سیالیو تنظیموونکې کمېټې اعلان کړی چې ګروهمن کسان د نوم لیکنې او نورو معلوماتو لپاره د www.quran.gov.ae ویبپاڼې ته مراجعه وکړي.
باید ووئيل شي چې ؛ له ۱۹۹۷ کال راهیسې تر اوسه پورې ، ۲۱۰۷ ګډونوالو له ۹۱هیوادونو څخه د دبئ په معتبرې نړیوالې سیالۍ کې ګډون کړی دی، خو سږکال یو لوی بدلون رامینځته شوی چې لومړی ځل لپاره ښځو ته هم د ګډون اجازت ورکړل شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4284131